دافغانستان د روانـــی بهیرعوامل څه دی او مسوول څوک دی؟دریمه برخه
دنصیراحمد – مهمند – لیکنه دنصیراحمد – مهمند – لیکنه

 

نـــــــه خلاصیږی له وختوله انتقامــه راغورځیږی هرظالم له هسکه بامه

مونږه ټوله نړی خلاصه له خطره کړه خو پخپله مونږپاټی شو نـــــــارام

 

 

دافغانانو پرضد دلمړی ځل لپاره دناوړی فعالیتونو اوتو طیی پیل: په افغانستان کی دانګلیسانولمړنی پټ اوسری فعالیتونه دافغانستان په دننه اوپه شاوخواکښی ډیرپه شدت سره شروع اوپه جریان کی واچول شول . دافغانستان په دننه کی یو هندی مسلمان د« میاغلام محمد » په نامه دزهد اوتقواء په جامه دکندهارپه ښارکی مرکز نیولی واو په تدریج سره دافغان امپراتورشاه زمان لوړپولی درباریان ، یوشمیرلوی ځمکه وال اوخوانین جذب کړاو ورو ورو دوی د افغان امپراتورپرضد دیولوی توطیی دپاره یوموټی او شریک وګرځول شول.«د دی متقلب روحانی بریالیتوب دافغانستان دخلکو پرهغه روحی مختصاتو پربناء ولاړو ،اوهغه دا چی خلک زیاتره د ژوری عاطفی تر تاثیراوداسلامی عقیدی اواخوت اتکاء درلود.تجربه ښودلی دهه چی دښمن له دی احساسات اوعاطفی نه هروخت ناوړه ګټی اواستفادی کړیدی مګر په پای کی زوالکیږی، وروسته چی ناوړه موخو یی څرګنداوخلک ورباندی پوهیدلی دی دغچ ،انتقام او کلکه دشمنی سره دنابودی اوتباهی ترپوله مخامخ شویدی» . ددغه پیریدل شوی یوموټی شوی وګړو، ورکړشوی ډنده دباټورهیوادپال امپراتورخلع کول اود دغه وزیررحمت الله خان مشهورپه وفادارخان وژل ، اودافغانستان تاج اوتخت ته دایران قاجاری دولت یولاس پوس اوګوداګی شهزاده محمود سپارل و. «الفنستون دخپل اثر «بیان سلطنت کابل په ۲۹۱ یم باڼه» کی دمحمودپرځای د شجاع نوم ذکرکوی » . ددغه لومړنی لوی یاغټ توطیی غړی دغه کسان یاد شویدی :

«میا غلام محمد هندی ـ پاینده محمدخان بارکزایی ـ محمدعظیم خان الکوزایی ـ محمدرحیم خان علیزایی ـ نورالله خان بابرـ اسلام خان فوفلزایی ـ حکمت خان سرکاڼی ـ سلطان خان نورزای ـ خضرعلیخان علیزایی ـ زمانخان فوفلزایی رکاب باشی ـ امیرارسلانخان جوانشیرـ جعفرخان جوان شیرـ منشی محمد شریف خان قزلباش » .

سره له دی چی دغه توطیی ناکام شواو یو شمیرغړویی ونیول اواعدام شول . مګرکوم هدف چی انګلیسانودرلودنفاق اچول وچی دابدالیانواوبارکزاییانوپه مینځ کی قبیلوی اوکورنی اړیکی خراب شواومشهورفتح خان دپاینده خان بارکزایی ځوی دیوسرسخت دښمن په ټوګه دشاه زمان په مقابل کی دریځ غوره کړاودمحمودسره متحداویوموټی شواوایران ته وتښتید اودهغه ځای نه دسلطنت په پرزولوکی دایران په لمسون اوملاتړپه فعالیت لاس پوری کړ« ۱ ».

دارواح ښاداحمدعلی کهزاد د« رجال سیاسی و رویدادهای تاریخی افغانستان» دکتاب په حواله دحوادثو په بهیرکښی ددی يرځای چی سردارپاینده خان هغه سړی چی د ملت ګټی اودشاه دمصلحت اوخیردپاره کارکوله اودکارناموله مخی همیشه په نظرکی درلودچی دخپل موقف اواقتدارله لاری نه ګټوری کارونه وکړی خو ورو ورو دشاه دپام نه هره ورځ لری کیدله ، ترڅوچی په تدریج له اقتداراوڅوکی نه وغورځید اوپه عوض یی وفادارخان په دغه مقام اواقتدارمنسوب شول ،د وفادارخان دهیواداوولس خیرغوښتونکی اوصادق خدمتګارانوسره ناښایست سلوک اوچلند ددی سبب شول چی دغه ملی شخصیتونه په تنګ اوعذاب شی اوعکس العمل وښایی اوپټ ګروپونه دشاه اوحکومت پرضد ایجادکړی اوځینی تصامیم دشاه دپرزولواودوفادارخان دقتل په هکله ونیول شو ، چی دامساله شاه اود دی وزیروفادارخان ته افشاء اوروښانه شول اودهغه پټ مخفی جمعیت پنځه مهم غټی غړی ونیول او یویو په قتل ورسول شو چی سردار پاینده خان هم پدی مساله په قتل ورسول شول اونوی مصیبت او تراژیدی له همدی ځایه پیل شول چی دانګلیسانواوافغانانوددوهم جګړی ترپایه اودپیری تردریم ربع دوام وکړاوپه نتیجه دافغانستان په اداری نظام ، ملی پیکراوارضی حدودوکښی جبران نه منونکی صدمه اوتاوان ورسید، معهذا لک دسدوزایی سلطنت دوری ددریم پاچا چی ددی دکورنی دتاریخ مهم دوروجزدی اواهمیت یی هم زیاتره دبهرنی هنګامودمقابلی له لحاظه دی ، ځکه چی بهرنیان لکه فرانسی، انګلستان اوروسان په هندکی دلویه هیواددسلطی ټینګول اودنفوذدساحی دپراختیااودهنددبحیری سواحل اودفارس دخلیج په اوبوکی نږدی والی دپاره دهنګامی، دسیسی او توطیی په بهیر،اوپه ختیځ کی دایران پرخاوری اوماورالنهرهند یعنی افغانستان ته دګاوندیانوپه مینځ کی له هری خوالاسونه اوږد شوی وو، اوزمانشاه شخصا له دی نه خبرو، اوغوښتل چی داوضاعودبهیرنه دخپل هیوادپه ګټه کارواخلی ، دی هیله درلود چی په دننه کی دملوک الطوایفی روحیی زایل اوله مینځه یوسی او په هندکی داحمد شاهی فتوحات بیرته تجدیدکړی اودخاوری طبیعی اوسیاسی حدوداتوبشپړتیا اواداره تجدید اوتامین کړی . حوانګلیسی استعمارګران دی فیصلی ته رسیدلی و چی هیچ شی هند خواته د افغان امپراتورشاه زمان د پرمخټګ مخه نشی نیولی پرته له دی چی د دی په ملک کښی نفاق اوورور وژنه واچول شی .

پدی هکله ارواښادغبار پخپل اثرکی « افغانستان درمسیر تاریخ » لیکی « دانګلیس حاکمه طبقه چی په هند کی داوضاعوپه دننه کی قراردرلود او « معبود طلایی » یعنی هند ته له نږدی په سټرګی کټلای اودلاسرسی دپاره هیڅ ډو ل اخلاقی قیداوبندڼه پیژندل، مګر دادرک درلودچی دیو سړی یانفرپیټی « معده » دیودمی داوښکی څاڅکی د هضم توان او وس نلری بغیر له دی چی اوښکی په جلا جلا ټوتواو پارچو وویشل شی او وروسته يویوټوته دانهضام سیستم ته ورکړی شی . له دی ځایه په انګلستان کی د« نفاق واچوه اوحکومت وکړه » فورموله رامینځته شواودانګیسانوبرلاسی دبی اتفاقی ، خانه جنګی اواغتشاش پربڼست پرنوروملتونو، حکومتونواوملکونوکښی ټینګ او قایم شول. واضحه ده چی ددی فارموله له مخی دچلند اوسلوک مصرف اوخرچه هم دتوری « شمشیر»اوزورپه پرتله دیرلږاونا مریی دی او پدی ترتیب وکولای شول چی دانګلیسانو باداری پریوشمیر ولسونه اوهیوادونه وتپول شی . تاریخ وښودله چی ښاغلی پالمرسون په مشرق زمین کښی ددغه پالیسی دتشدیداوتطبیق کوونکودیوی سختی پلویانوله ډلی څخه وو.

دافغانستان په دننه کښی په لمړی پړاودزمانشاه مشکلات چی محدوداویوازی دورونورقابتونه و، وروسته داجنبیانوپه لمسون کورنی دښمنان ورو ورو زیات شول.محموددڅه مودی لپاره آرام ووځوبیا بیرته په فعالیت لاس پوری کړ. له بلی خوادبارکزیومخالفت چی دپاینده خان په وژل کیدو رامینځته شوی ودفتح خان په وجوددخټیځ اولویدیځ ددښمنانودزیات تحریکاتوسبب شول . هند ته دانګلیسانونږدیوالی اولاس رسی اودپنخاب په خاورّه کی رنجیت سنګ چی دشاه زمان له خوامقررشوی ودسرغړونی اوخودمختاری غږپورته کول اوغوښتنه اوضاعوته د افغانستان دبی ثباتی په لورلانورهم ملاتړاوقوت ورکړ. له بل پلوه په ایران کښی دقاجاری پاچاهان آقامحمد خان او فتح علی شاه کوم نظرچی دخراسان په هکله درلودل محمود ته په ترشیزکی ځای ورکړاومداخلی ته تشویق وګړ .

شاه زمان له کورنی مشکلاتو سره سره کله په لاهوراوکله هرات ته ځان رسوله اودملک له خاوری دارضی بشپړتیانه دفاع اوساتنه کوله . پدی وخت چی دشاه زمان سکه ورور شاه شجاع په پښاورکی حاکم و ، دیو مکتوب په ترڅ کی درنجیت سنګ دقیام اوسرغړونی په هکله زمانشاه ته خبرورکړ۰کله چی زمانشاه د رنجیت سنګ په سرکوبی کی بوخت وو ، محمود دفتح خان سره یو موټی شول اوکندهار ونیول . زمانشاه چی له دی وضعی نه اطلاع وموند ، قهرا درنجیت سنګ پرخلاف له اقدامات نه لاس واخیست ۰

اولس زره قواء داحمد خان نورزایی ترمشری اوقیادت لاندی دمحمودمقابلی اوځپلولپاره واستول ، مګرنوموړی دقوا سره محمود ته تسلیم شول ، او شاه زمان بیا دی ته اړ شول چی کابل ته راستون شی اونوی قواء برابرکړی ، کله چی کابل ته ورسید کومی قوی چی ورسره وهغه هم تاروماراومتفرق شول .شاه غوښتل چی جلال آباد ته ولارشی اودخپل ورورشاه شجاع چه دپیښورحاکم و، وړنه وغواړی چی یوسفزاییان اوخیبریان د دی په مرستی ولیږی . شپه دخپل وزیر رحمتالله مشهورپه وفا دارخان سره دجګدلک په شاه وخواکی خپلومعیتی ملګړوسره یوځای دعاشق نوم شینواری چه رحمتالله خان سره پخوانی آشنای اواړیکی درلودپناه وړی اوددی په کلا کی شپه تیره کړی .

ویل کیږی چه زمانشاه دسلطنتی جواهرات او ګاڼویو اندازه هم ځان سره درلودترکومه ځایه چی دځینی منابعاو ماخذولکه « سلطانی تاریخ او تحفه الحبیب» څخه ښکاریړی ، شاه زمان کله چی دعاشق شینواری په کلا کی محبوس و دوه با ارزښته اوګران قیمته ګاڼی یوی « دکوه نور الماس او بل یی فخراج» چه لمړنی یی ته ددیوال په سوری کی پټ او دوهم یی د اوبوپه یونهر یاچوی کی واچوله. په اول کی عاشق دوی ته ډیرمیلمه پالنه اوعزت یی وکړ،خوکله کله چی خبرشول چی محمود کابل ونیول هماغه شپه محموداوفتح خان ته خبرورکړچی شاه زمان ماسره اسیردی راځی ونیسی یی ، سم دلاسه اسدخان دفتح خان وروردیوجراح اوقوت په ملګرتیاراغی نامتوهیواد پال امپراتورشاه زمان اود دی ملګروونیول او ړوند یی کړاوبیاکابل ته انتقال کړوفادارخان ته په قتل ورساوه اوشاه زمان ته په بالاحصارپه محبس کی واچول شول.

دا هم همدلته دذکر وړ دی چه اصلا دا لوی جفا او جنایت چی دپښتو او پښتونولی پر خلاف چی عاشق شینواری په لاس او ذریعه افغان میرڼی باتور ،هیواداو ولس ته وفادارخدمتګاراو ساتونکی بچی شاه زمان او افغان ملت سره شوی و هغه هم دخپل عمل په سزاورسیدله . دری کاله وروسته چی دمحمود لمړی سلطنت د شاه شجاع لخوا نه خاتمه ومونداو شجاع پاچا شول عاشق ته اعدام وکړ اودکوه نورالماس چه څه موده ددیوال په سوری کی پاټی و دشاه شجاع لاس ته ورغی . خو بیاهم پورتنی ذکر شوی بهیر سبب وګرځید چه دافغان درانیانوامپراتوری دتیمورشاه له مرګ نه وروسته دهغه بحرانونوپه وجه باندی دانګلیسانودمحیلانه پټ دتوطیی اودسیسی پربنا مخ په زوال اوانحطاط وکړ۰

په پایلی کی ، دزمانشاه سلطنت اوپاچاهی چه دیولړبریالیتوبونواو ناکامیومل وددی بریالیتوبونو زیاتره برخه یی دبهرنی اجنبیانواو شکیلاکرو دښمنانو دحیلی او دسایسو سره مقابلی او مجادله تشکیل کړی و.او ددی ناکامیو زیاتره دوګړواو افرادواغراض اوددرباریانودافکاروتشتت ،کورنی او قبیلوی مخالفتونه تشکیل کوله. خپله شاه زمان شخصا ډیردصایب اوسچه فکرخاوند و، مګردا دا یو څرګند او طبعی خبره ده چه دپلی کیو دپاره په خاصه ټوګه په هغه مهال د دولتی لیدران، دقومی سران او لویانو دملاتړاورسته پرته ناممکن دی . او داسی ښکاری چی دی ته په اول وهله دومره مهم نه ښکاریده مګر همدغه اشتباه په وجه باندی هغه څه چه ضرور و او دی غوښتونکی یی ویعنی «دیوی قوی کورنی متحداومتمزکز سلطنت» ضعیف اوبی ثبات شول اوددی دپاچاهی په دوران کی دنفاق تخمونه وپاشل شوچه په پایلی کی سلطنت د سدوزاییانو له لاسه ووتل او کومی غنیمت وجودونه له منځه لاړاو سدوزایی دلوی پاچا سلطنت« زمانشاه د تیمورشاه خوی»په دغسی حال چه دهیڅ څوک په خیال او تصورکی نه و په غیر مترقبه اوددراماتیک او حول انګیز په ډول نه یوازی دسلطنت دوره بلکی د پاچا مسعود او نیکمرغه روزګار او ژوند هم خاتمه وموند ځکه چه خپله سټرکی له لاسه ورکړه او پاټی عمر په حسرت او ړوند ټوب تیره کړه یعنی دافغانستان معاصر ه تاریخ زیاتره ډیره لوی او کوچنی واقعات هسی دراماتیک جنبی لری چه دغیر مترقبی او شګفت انګیزه حوادثو په پردی کی پیچلی دی چه په اصطلاح کی دفرنګیان ماجرا جویی رویدادونوجز ګڼل کیږی .

لکه چی مخکی ذکرشویدی انګلیسان مخ لدی نه چی دافغانستان خاوری ته ننوځی دتخریبی طوطیواودسیسواوتبلیغاتی فعالیتونوزمینه برابره کړی وو.«لکه نننی بهیر»ددوی دجاسوسی اداری لاس په کارو ،اودافغانستان دسیاسی اوټولنیزوشرایطواوحالاتوڅخه په لوړه کچه استفاده اوګټی کوله . ددرانی اوابدالی دمرکزی دولت دسقوط له عهدڅخه اودبارکزیوورونودنفوذاودکورنی اقتدارغوښتونکودجګړوڅخه افغان ولس دظلم اوپخپل سریواوملوک الطوایفی سلطی اواقتدار نه په رنځونواوعذابونوڅخه اخته شوی واوله روانی بهیرنه بیزارشوی و ، دیوی قوی او منضبط ځواکمن مرکزی دولت غوښتونکی وو.

پدی وخت انګلیسان دخپل نوروخصمانه پټ اوښکاره فعالیتونوپه لړپه سل هاواعلامیی ، تبلیغاتی پاڼی اودندوری دشاه شجاع په امضاءچی دپیښورحاکم اودشاه زمان سکه وروروخپاره کړاو پدی اعلامیو کښی تصریح شوی و چی دافغانستان د سلطنت او پاچاهی حقیقی او شرعی وارث داعلیحضرت احمد شاه بابا لمسی شاه شجاع دی او محمد زایی ورونودتاج او تخت غاصبان دی او برسیره پردی ویل شوی و چی دافغانستان حقیقی پاچا دسلطنت تصاحب دپاره خپل سپاه سره حرکت کړی اودانګلیس قواء دشاه کوربه دی اود دی په مرسته اوخدمت کی قرار لری ترڅود دی جلوس په سټرګو ووینی او ورته مبارکی ووایی ، او وروسته له دی دغه ددوست لښکراوقشون په کلی ټوګه له افغانستان له خاوری وځی او بیرته هندوستان ته مراجعت کوی . پدی اعلامیو کی ټولو لوی ځمکه وال، قومی اوقبایلومشران اومنصبدارانوته وعده ورکړشوی و، کله چی پاچا پرتخت کیناست انګلیسانوته دیوڅوورځی دمیلمه په ټوګه وپیژنی .

خو انګلیسی ښکیلاک دی فیصلی ته رسیدلی وچی هیچ شی هند ته دزمانشاه پرمخټګ نیولی نشی پرته له دی چی د دی په ملک کی نفاق اوورور وژنه واچول شی . پدی بڼسټ دانګلیس پټ ، سری اومخفی سیاسی فعالیتونه له بهرنه دافغانستان پرضددایران قاجاری حکومت اودهیوادپه ختیځ کښی دسکهانومختلفی ځواکونه اوقدرتونه دافغان دولت په مقابل کی تحریک اومرستی کیدله ، ترڅوچی شرایط اوموقع دمحمود قدرت رسولوته مساعد کړی شی . پدی ډول دانګلیسانوسیاسی اواستعماری طرح دیوشمیرمقتدروفیودالانوپه وسیله د لمړی ځل دپاره په افغانستان کی پیل شول ، ترڅوچی په هند کښی انګلیسی اداره استحکام اوپراختیا ومومی او په افغانستان کښی ګډ وډی ، بی ثباتی ، ځانځانی او ملوک الطوایفی ایجاد شی .

(ادامه لری )

 






July 27th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات